په پنجشیر ولایت کې د څه باندې ۱۱۵ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۴:۴۹
.

د پنجشیر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د رجب المرجب د مياشتې په ۵ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د یاد ولایت د مرکز اړوند په الله اکبر تپه کې د څه باندې یو سلو پنځلس (۱۱۵) جریبه ځمکې دوسیې په اړه بحث او خبرې وشوې.

تخنيکي هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د لازمې پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

همدارنګه په یاده ناسته کې د پنجشیر ولایت په کچه د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS