د پکتیا ولایت د عدلیې او استیناف محکمې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۹:۲
.

 د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس، مولوي فاتح الله فاتح او له هغه سره مل پلاوي د جمادي الثاني د مياشتې په ۲۹ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس، مفتي عبيدالله خالد سره د استیناف محکمې د رياست په مقر کې ناسته جوړه کړه.

د عدلیې رئيس په دې ناسته کې وويل چې د دواړو ادارو چارې له یو بل سره تړلي دي، بناً لازمه ده چې د چارو ښه پرمخ وړلو او د ستونزو د حل کېدو په موخه یادې ادارې سره همکارې او همغږې وي.

همدارنګه نوموړي د عدلیې رياست ځينې ستونزې چې، محاکمو پورې اړه لري شريکې کړې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتننه وکړه.

په ورته مهال د استيناف محمکې رئيس مفتي عبيدالله خالد د شته ستونزو د حل په برخه کې د عدلیې رياست ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر، د کمېسیون رئیس او  د اراضۍ او د امارتي ځمکو د استرداد وزارت وارسي کوونکی محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د غزني ولایت د صرافانو اتحادیې نوی رئیس معرفي شو

 د غزني ولایت د صرافانو اتحادیې لپاره نوی رئیس د صرافانو او د عدلیې وزارت د مسؤولینو په ګډون، د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د صرافانو لخوا تعیین او معرفي شو.
په دې غوڼده کې د عدلیې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۵۶
Background image

په پکتيکا ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د پکتيکا ولایت د عدلیې رياست د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۲۰ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست. . .

BACK TO NEWS