په کندز ولایت کې د څه باندې ۴ زره جريبه ځمکې بررسي

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۸:۵۰
.

 د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هيئت ناسته، د جمادی الثاني د مياشتې په ۲۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د تخنیکي هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د ياد ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اړوند په زردکمر ساحه کې د څلور زره (۴۰۰۰) جریبه ځمکې دوسیې  په اړه بحث وشو.

تخنيکي هيئت په دې ناسته کې پرېکړه وکړه چې یاده ساحه دې له نږدې بررسي شي.

همدارنګه، په دې ناسته کې د کندز ولایت په کچه د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسيې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۵:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۱۰ دارالوکالو نظارت او بررسي کېدل

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د رجب المرجب د مياشتې په ۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۴:۵۸
Background image

د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د رجب المرجب د میاشتې په ۵ د دوشنبې په ورځ د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۴:۴۹
Background image

په پنجشیر ولایت کې د څه باندې ۱۱۵ جریبه ځمکې بررسي کېدل

د پنجشیر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د رجب المرجب د مياشتې په ۵ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د یاد ولایت د. . .

BACK TO NEWS