په جوزجان ولایت کې د څه باندې ۳۸ زره جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۴:۵۷
.

 د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د جمادي‌ الثاني د مياشتې په ۲۷ مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.

د تخنیکي هيئت په دې ناسته کې، د یاد ولایت د مرکز اړوند په خواجه برهان افغانیه کلي کې د اته‌دېرش‌زره دوه‌سوه نهه‌شپېته (۳۸۲۶۹) جریبه ځمکې دوسیه تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوه.

تخنيکي هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د لازمې پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

همدارنګه په یاده ناسته کې د جوزجان ولایت په کچه د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS