د پکتیا ولایت د عدلیې رئيس د احمدخېلو او ميرزکې ولسوالیو له مسؤولينو سره وکتل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۱۱:۲۴
.

د پکتیا ولايت د عدلیې رئيس مولوي فاتح الله فاتح او له هغه سره مل پلاوي، د یاد ولایت احمد خېلو او ميرزکې ولسوالیو ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او سیمه ییزو مسؤولينو سره یې وکتل.

د دغو کتنو په ترڅ کې د پکتیا ولایت د عدلیې رئيس د یو لړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي په برخه کې یې په لا زیاتې همغږۍ ټينګار وکړ.

نوموړي د امارت د قضایاو د مدیریتونو، د حقوقي مساعدینو، مدافع وکیلانو، خیریه بنسټونو، د معاملاتو لارښوونې او عریضه لیکونکو په برخو کې ستونزې د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او سیمه ییزو مسؤولینو سره شریکې کړې چې هغوی د دغو ستونزو د حل کولو  ډاډ ورکړ.

د پکتیا ولایت د عدلیې رياست د ښې همغږۍ، د شته ستونزو د لرې کولو او د کاري خنډونو له‌منځه وړلو په موخه د یاد ولایت د نورو ولسوالیو له مسؤولینو سره هم د همغږۍ ناستې جوړوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۹:۳۵
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادي الثاني د مياشتې په ۱۵ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د عدلیې رئیس مولوي مطيع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۶۸۸ جریبه ځمکو د دوسیو بررسي کېدل

د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الثاني د مياشتې په ۱۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې تخنیکي هیئت د مزار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۳:۳۶
Background image

د غزني ولایت د مقام او د یاد ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

 د غزني ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنيکي هيئت د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د  دغه ولایت له والي محترم مولوي عبدالصمد جاويد سره د ولایت د مقام په مقر کې. . .

BACK TO NEWS