په جوزجان ولایت کې ۱۳ تنو غوښتونکو ته د معاملاتو لارښوونې او عریضه ليکنې د فعالیت جوازونه وویشل شول
د جوزجان ولایت عدلیې ریاست د جمادي الثاني د مياشتې په ۸ مه نېټه د سهشنبې په ورځ ۱۳ تنو غوښتونکو ته د معاملاتو لارښوونې د فعالیت جوازونه او د عریضه ليکنې جوازونه وویشل.
په هغو مراسموکې چې په همدې مناسبت د یاد ولایت د عدلیې رياست په مقر کې جوړ شوي وو، د جوزجان ولایت عدلیې رئیس مولوي امرالله مصلح او نورو مسؤولینو ګډون درلود او په ترڅ کې یې د معاملاتو لارښوونې د جواز ۶ تنو او د عریضه ليکنې د جواز ۷ تنو غوښتونکو د اصولي مرحلو له تېرولو وروسته جوازونه ترلاسه کړل.