د کابل ښار په دوهیمې او څلورمې ناحیو کې له ۱۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهیمې او څلورمې ناحیو کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
دغه نظارت او بررسي د جمادی الأولی د میاشتې په (۲۲ او ۲۴ مه نېټه) د یکشنبې او سهشنبې په ورځو کې ترسره شوه او په ترڅ کې یې ۱۸ دارالوکالې د پلاوي لهخوا نظارت شوې.
یاد پلاوې په دغو دارالوکالو کې یو لړ نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د هغو د لرې کولو په موخه یې متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.