اختصاصي محکمې د کابل ښار په شپږمه ناحیې د سناتوریم ساحه کې کابو ۲۳.۷۹۸ جریبه ځمکه امارتي وبلله
د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګې اختصاصي محکمې د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند د سناتوریم په ساحه کې د درویشت اعشاریه اووهسوه اته نوي (۲۳.۷۹۸) جریبه ځمکې په بررسۍ سره، هغه امارتي تثبیت کړه.
یاده شوې ځمکه د کادستر په ۵۶ شمېره قطعه کې د امارتي املاکو په نوم ثبت ده او د کابل ولایت د امارتي غصب شویو ځمکو د تثبیت او تشخیص تخنیکي هیئت د بررسۍ په ترڅ کې امارتي تثبیت شوې وه.
د یادې ځمکې یو شمېر متصرفینو ادعا درلودله چې دا ځمکه شخصي ده او له دې کبله د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د دغه کمېسیون ۲۲ ګڼه مصوبې لهمخې موضوع د شرعي پرېکړې په موخه د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲ نېټه د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګې اختصاصي محکمې ته واستوله.
یادې محکمې د سندونو او مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او د متصرفینو د وړاندې شویو سندونو په اړه له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو په اخیستلو سره، مشخصه کړه چې په دغو سندونو کې جعل او تزویر شوی، په دې اساس یې دا سندونه معتبر و نهبلل او پرېکړه یې وکړه چې دا ځمکه امارتي ده او اړوندې ادارې ته دې وسپارل شي.
د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په همدې منظور رامنځته شوی دی.
دا کمېسیون مسؤولیت لري ترڅو امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو او غیر شرعي ذوالید څخه استرداد کړي او دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د امارتي ځمکو بررسۍ لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي هیئت هم لري چې دغو موخو ته د رسیدو لپاره کار کوي.