د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۶
.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزیر او د یاد کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې محترم مولوي عطاءالله عمري د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست، د کور او ښار جوړلو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین محترم مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازی محترم شیخ عبدالصمد حقاني، د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې رئيس محترم مولوي محمود مظلوم او د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د یاد کمېسیون سکرتر محترم مولوي احسان الله وثیق او نورو مسؤولینو ګډون درلود.

په دې ناسته کې د کابل ولایت په لسمه ناحیه کې د آریا ښارګوټي د دوه سوه او پنځه (۲۰۵) جریبه ځمکې او په بګرامۍ ولسوالۍ کې د څه باندې اته‌سوه او شپږ څلوېښت (۸۴۶) جریبه ځمکې دوسیې بررسي شوې او پرېکړه وشوه چې یادې دوسیې دې د رسیدګۍ په موخه اختصاصي محکمې ته وسپارل شي.

دغه راز په دې ناسته کې د خوست ولایت په مرکز کې د چمي مارکیټ، د فاریاب ولایت د څړځایونو، د کندهار ولایت د باغ بل ساحې د ځمکو موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول.

دغه راز، په یاده ناسته کې د کمېسيون رهبرۍ په کندهار، خوست، پکتيا، لوګر، باميان، نيمروز او کندز ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځمکو دوسیې هم بررسي کړې. همدارنګه یو شمېر دوسیې د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته وسپارل شوې او د پاتې نورو دوسیو په اړه هم لازم تصامیم ونیول شول.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS