په جوزجان ولايت کې د معاملاتو لارښوونې د ۶ دفترونو نظارت کېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۸:۵۰
.

د جوزجان ولایت د عدلیې ریاست د معاملاتو لارښوونو د دفترونو مؤظف نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۴مه نېټه د شنبې په ورځ، د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې، د معاملاتو لارښوونې له شپږو دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونو د دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وکړې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د قانون مطابق فعالیت ترسره کړي او د امارتي ملکیتونو اخیستلو او پلورلو له معاملاتو څخه مخنیوی وکړي.

د جوزجان ولایت د عدلیې ریاست په دوامداره توګه په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونو له دفترونو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

په ننګرهار کې یو شمېر مدافع وکيلانو لپاره زده‌کړيزه برنامه ترسره شوه

 د ننګرهار ولايت د عدليې رياست د روژې د مياشتې په ۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ياد ولايت د مدافع وکيلانو د ظرفيت لوړولو په موخه هغوی لپاره يوه ورځنۍ زده‌کړيزه برنامه جوړه کړه.

دا برنامه. . .

BACK TO NEWS