په سمنګان ولایت کې د نږدې ۱۷۰ جریبه ځمکې تثبیت

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۳:۲۵
.

 د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې د کابو یو سلو دوه اتیا (۱۸۲) جریبو ځمکو دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

تخنیکي هیئت په دې ناسته کې د یاد ولایت په کوز دره صوف ولسوالۍ کې د څړځای یو سلو اویا (۱۷۰) جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه او پرېکړه یې وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د مراحلو له تېرولو څخه وروسته مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

دغه راز په یاده ناسته کې د سمنګان روی دو آب ولسوالۍ کې د نږدې دولس (۱۲) جریبه نورې ځمکې دوسیې په اړه هم بحث وشو او په هکله یې لازم تصمیم ونیول شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د میاشتې په ۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۶ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۱:۴۴
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۱۶ جریبه امارتي ځمکې استرداد

 د بدخشان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د روژې د مياشتې په ۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې تخنيکي هيئت د فیض. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۱:۳۶
Background image

په جوزجان ولایت کې د کابو ۱۸۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د روژې د مياشتې په ۵ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
تخنیکی هیئت په دې ناسته کې، د. . .

BACK TO NEWS