د ارزګان په مرکز کې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی وشو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۳:۱۸
.

د ارزګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت په روانه اوونۍ کې د امارتي ځمکو د بررسۍ په موخه د یاد ولایت د مرکز، ترينکوټ ځینو ساحه ته سفر وکړ.
له يادو ساحو څخه د کتنې په ترڅ کې تخنيکي هيئت پر امارتي ځمکو د یو شمېر نويو تصرفاتو مخه ونیوله او همدرانګه، ۷ ماشینونه او برقي برمې چې د امارتي ځمکو د کېندلو په حال کې وې، ضبط کړې.
له دې وړاندې هم د ارزګان ولایت تخنیکي هيئت افرادو او اشخاصو او د برمو مالکانو ته خبرداری ورکړی وو، چې په امارتي ځمکو کې له خپل‌سرو‌ تصرفاتو څخه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS