د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۴:۲۹
.

 د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو ریاست، د خپلو مخکنیو ارزونو په دوام، د ربیع الاول د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه د دغه وزارت په مقر کې جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې، د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست مسؤولینو د ازموینې له بهیر څخه څارنه کوله د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز ۱۷ تنو غوښتونکو ګډون درلود.

د عدلیې وزارت د عریضه لیکنې د فعالیت جواز د ویشلو په منظور، وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه په یاد وزارت کې ازموینه اخلي ترڅو وړ او با استعداده کسانو ته په اصولي او شفاف ډول جواز وویشل شي او د خلکو په کارونو کې هم آسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۲۶
Background image

د عدلیې وزارت د پالیسۍ او پلان ریاست نوی رئیس معرفي شو

 د عدليې وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس، محترم مفتي رحمت الله حلیم په یوې ناسته کې د یاد وزارت د پالیسۍ او پلان ریاست نوی رئیس چې د عدلیې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۹:۳۲
Background image

د کابل ښار له درملتونونو څخه راټول شوي یو اندازه تاریخ تېر درمل وسوځول شول

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت هغه تاریخ تېر شوي او بې‌کیفیته درمل چې د عدلیې وزارت، عامې روغتیا وزارت، د استخباراتو عمومي ریاست د استازو او د افغانستان د درملو د خدمتونو اتحادیې د مسؤول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

عدلیې وزارت ته له مراجعې او لیدنې وروسته، د دغه وزارت په اړه په کابل کې مېشت د سعودي عربستان د اوسیدونکي، عبدالله محمد ابراهیم الصنات نظر

هنا صُدمت في كابل.!!

وزارة العدل الأفغانية.!!

في زيارة مميزة جمعتني بأحد الأصدقاء إلى وزارة العدل الأفغانية؛ كنت أعتقد أننا سنقوم بجولة اعتيادية داخل إحدى الجهات الحكومية، لكن الواقع. . .

BACK TO NEWS