په کاپيسا ولایت کې د څه باندې ۴۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۳:۲۳
.

د کاپيسا ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د ربیع الاول د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون ترسره شوه.

د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت تګاب ولسوالۍ اړوند په شريزار دښته کې د څلور سوه پنځلس (۴۱۵) جریبې ځمکې په اړه بحث وشو او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتی تثبیت او تشخیص شوه. هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې بشپړه شي.

همدارنګه په ياده ناسته د کاپیسا ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۵۲
Background image

په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۲۲ جریبه امارتي ځمکې تشخيص کېدل

 د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذی‌الحجې د مياشتې په ۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۲۱
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۶۰۰ جریبه امارتي ځمکه تشخيص

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د البرز ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS