د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د غيرقانوني فعاليت له امله د ۱۱ موټر پلورنځيو تړل کېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۰:۳۴
.

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست نظارتي پلاوي، د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ په ساحه کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

یاد پلاوي له ټولټال ۷۳ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ چې له دې جملې څخه ۱۱ موټرپلورنځي د غیرقانوني فعاليت له امله د هیئت لخوا وتړل شول. دغه راز نظارتي پلاوي د نورو موټر پلورنځيو مسؤولينو ته توصیه وکړه چې خپلې شته ستونزې لرې کړي.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۴
Background image

د عدلیې وزیر د مسؤولینو په صادقانه کار او مسؤولیت منلو ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دې وزارت د رهبرۍ شورا په ناسته کې د عدلیې وزارت د مسؤولینو په مسؤولیتمنلو، صادقانه خدمت او په خپل وخت د کاري چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۱۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۲ خیریه بنسټونو او ۲ اتحادیو دفترونه وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د میاشتې په ۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې له یو شمېر خیریه بنسټونو او اتحادیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۳
Background image

په کابل ښار کې ۴ دارالوکالې وتړل شوې

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اونۍ کې د کابل ښار په درېيمه ناحیه کې د ۲۲ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د. . .

BACK TO NEWS