د عدلیې وزارت مسلکي معين د کندز ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مسلکي معين، شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي د ربیعالاول د میاشتې په ۷ مه نېټه د سهشنبې په ورځ کندز ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت د عدلیې له ریاست څخه یې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، یاد پلاوي د عدلیې ریاست د کارمندانو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه له نږدې ليدنه وکړه او د کارونو د ښه پرمخ وړلو په موخه کارکوونکو ته لازمې توصيې او لارښوونې وکړې.
د عدلیې وزارت دغه پلاوی په پام کې لري چې د عدلیې ریاستونو د فعالیتونو د بررسۍ او د یادو ریاستونو له لارې خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د پیاوړتیا په موخه د هېواد نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي. له دې وړاندې یاد پلاوی بغلان ولایت ته تللی وو او خلکو ته د یاد ولایت د عدلیې ریاست د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې بررسي کړی وو.