په تېره یوه میاشت کې ۳۴ زرو تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کېدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۵:۳۱

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست په مرکز کې او ولایتي آمریتونو يې د روان کال د صفرالمظفر د میاشتې په اوږدو کې، د ۲۰۰ برنامو په جوړولو سره ۳۳ زره او ۹۴۴ تنو هېوادوالو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی.

دا برنامې د مرکز په شمول د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې جوړې شوي او په ترڅ کې یې ۵۱۷۶ تنو په خوست، ۴۷۳۵ تنو په کابل، ۴۲۷۲ تنو په غزني او پاتي نورو ولایتونو کې له دغو برنامو څخه برخمن شوي دي.

په دغو برنامو کې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلامي شریعت د حکمونو په رڼا کې د اولادونو د روزنې، د هېوادوالو حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی وړاندې شوی.

دغه راز په دغو برنامو کې د حقوقي مرستې د څانګې مسلکي غړو په مرکز او ولایتونو کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې هغوی ته حقوقي مشورې وړاندې کړي.

د عدلیې وزارت، د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک د خپلو حقوقو، وجایبو او مکلفیتونو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د جمادي‌الأولی د مياشتې په ۲۴مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د دغه وزارت د خپرونو او عامه اړیکو رياست اړوند د پنځمې رتبې د یوه تش بست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د جمادي‌الأولی د مياشتې په ۲۳مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه وزارت د مالي او اداري رياست اړوند د شپږمې رتبې د یوه تش بست رقابتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت او د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ترمنځ د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد سند لاسلیک شو

د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

BACK TO NEWS