د زابل ولایت د عدلیي ریاست کارمندانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړیدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۱:۳۶
.

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زابل ولایت د عدلیې ریاست کارمندانو لپاره «د امارت د قضایاو مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د یاد ریاست په مقر کې جوړه کړه.

د یادې زده کړه ییزې برنامې پرانیسته کې چې د ربیع‌الاول میاشتې په ۴ نېټه د شنبې په ورځ جوړه شوه، د یاد ولایت د عدلیې رئیس، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت ښوونکو او نورو مسؤولینو حضور درلود.

په دې زده کړه ییزه برنامه کې چې تر شپږو ورځو پورې دوام لري، د زابل ولایت د عدلیې ریاست ۲۰ تنه مسلکي کارمندانو ته د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو، د دعوا لیکنې، دفاعیې لیکنې، راپور او مکتوب لیکنې د څرنګوالي او د مفاهمې او اړیکو مدیریت په اړه زده کړې ورکړل شي.

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه په منظم ډول زده کړه ییزې برنامې جوړوي ترڅو خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د لاپیاوړتیا لامل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS