۳۳ تنو مدافع وکيلانو ته د فعالیت جواز وويشل شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۵:۵۲
.

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست د ربیع الاول د مياشتې په لومړۍ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ۳۳ تنو غوښتونکو ته د دفاع وکالت د فعالیت جوازونه وویشل.

په دغو مراسمو کې د عدلیي وزارت د مدافع وکیلانو رئیس مولوي رحمت الله حقاني او د یاد ریاست نورو مسؤولینو حضور درلود او د دفاع وکالت د جواز ۳۳ تنو غوښتونکو چې ازموینه او د دغې پروسې نور پړاوونه یې په بریالیتوب سره تېر کړي وو، خپل جوازونه ترلاسه کړل.

په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د دفاع وکالت یوه مهمه، پاکه او سپیڅلې دنده وبلله او له مدافع وکيلانو څخه یې غوښتنه وکړه چې خپلې دندې په پوره امانت دارۍ او صداقت سره  ترسره کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې مدافع وکیلان د عدلیې وزارت استازي دي او د خپلې دندې په جریان کې باید له حق څخه دفاع وکړي او مادیاتو ته پاملرنه ونه‌لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

په ننګرهار کې یو شمېر مدافع وکيلانو لپاره زده‌کړيزه برنامه ترسره شوه

 د ننګرهار ولايت د عدليې رياست د روژې د مياشتې په ۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ياد ولايت د مدافع وکيلانو د ظرفيت لوړولو په موخه هغوی لپاره يوه ورځنۍ زده‌کړيزه برنامه جوړه کړه.

دا برنامه. . .

BACK TO NEWS