د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۴:۱۸
.

د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د صفر المظفر د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې رئیس مفتي کمال الدین فاضل په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون سره جوړه شوه.

په ياده ناسته کې د بادغیس ولایت، عدلیې رئيس د یاد ریاست کارمندانو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، د کاري پلان لرلو، وخت او حاضرۍ ته د پابندۍ، په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو، د اخلاص درلودلو، د متقابل احترام او همکارۍ، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارمندانو  هم د کاري چارو ښه والي په موخه خپل وړاندیزونه مطرح کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS