په ننګرهار ولايت کې د معاملاتو لارښوونې او خيريه بنسټونو له یو شمېر دفترونه څخه نظارت کېدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۸:۳۷
.

د ننګرهار ولایت عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د صفرالمظفر د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د ياد ولایت د مرکز جلال آباد ښار په څلورمه ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت او بررسۍ په پایله کې، د معاملاتو لارښوونې شپږ دفترونه د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شول او د معاملاتو لارښوونو د نورو دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په اړه لازمې توصیې وشوې.

همدارنګه د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د صفر الظفر د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د یوې بلې بررسۍ په ترڅ کې په یاد ولایت کې د ۳ خيريه بنسټونو له دفترونو او د فعاليتونو  له څرنګوالي څخه نظارت ترسره کړ.

د ياد نظارت په ترڅ د خيريه بنسټونو له استازو څخه غوښتنه وشوه، چې مستحقو ته مرستې ووېشي، د مرستو وېشلو په وخت کې انساني کرامت ته درناوی وکړي او اسلامي او افغاني ارزښتونه ته دې پام وکړي.

د ننګرهار ولایت عدلیې رياست په یاد ولایت کې په دوامداره توګه د معاملاتو لارښوونو او خيريه بنسټونو له دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS