۲۰ تنو مدافع وکيلانو ته د فعالیت جواز وويشل شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۵:۲۶
.

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست د صفر المظفر د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ۲۰ تنو غوښتونکو ته د دفاع وکالت د فعالیت جوازونه وویشل.
په دغو مراسمو کې د عدلیي وزارت د مدافع وکیلانو رئیس مولوي رحمت الله حقاني او د یاد ریاست نورو مسؤولینو حضور درلود او د دفاع وکالت د جواز ۲۰ تنو غوښتونکو چې ازموینه او د دغې پروسې نور پړاوونه یې په بریالیتوب سره تېر کړي وو، خپل جوازونه ترلاسه کړل.
په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د دفاع وکالت یوه مهمه، پاکه او مقدسه دنده وبلله او له مدافع وکيلانو څخه یې غوښتنه وکړه چې خپلې دندې په پوره امانت دارۍ او صداقت سره  ترسره کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې مدافع وکیلان د عدلیې وزارت استازي دي او د خپلې دندې په جریان کې باید له حق څخه دفاع وکړي او مادیاتو ته پاملرنه ونه‌لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS