په ميدان وردګ ولایت کې د څه باندې ۲۵ زره جریبه ځمکې بررسي کېدل
د ميدان وردګ ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هيئت، د صفر المظفر د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د شنبې په ورځ د یاد ولایت جغتو ولسوالۍ ته د سفر وکړ.
تخنيکي هيئت د یاد سفر په ترڅ کې د جغتو ولسوالۍ په موغزوبي، ګلپيرک، مرادخان، او لوی زرين کليو کې څه باندې ۲۵ زره ۶۴۲ جریبه ځمکه بررسي کړه.
همدارنګه، د دغه سفر په ترڅ کې یاد هیئت د جغتو ولسوالۍ په بلند خيل ساحه کې پر امارتي ځمکه د یو شمېر تصرفاتو مخه هم نېولې.