د عدلیې وزارت د تشو بستونو د رقابتي ازموینې له بهیر څخه د یاد وزارت د اداري معین څارنه
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د محرم الحرام د مياشتې په ۱۲ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد وزارت د انسجام عمومي ریاست د څلورو تشو بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیسته.
په دې ازموینې کې چې د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوه، د عدلیې وزارت مالي او اداري معین مولوي عبدالغني فایق، د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم او د یاد وزارت نورو مسؤولینو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه يې څارنه وکړه.
د ازموینې په پیل کې د عدلیې وزارت د بشري سرچينو رئيس د ازموینې د بهیر له روڼتیا څخه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ او له هغوی سره یې د ازموینې د څرنګوالي په اړه لازم معلومات شریک کړل.
په دغې ازموینې کې د ګډون لپاره ۱۸۹ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او د هغوی له جملې څخه ۱۵۵ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ او د یادو بستونو ترلاسه کولوپه موخه یې په خپلو کې رقابت وکړ.