په ۱۵ ولایتونو کې څه باندې ۱۳۰۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو
![.](/sites/default/files/2024-07/msadyn_3.jpg)
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي آمریتونو یې په څوارلسو نورو ولایتونو کې ۱۳۵۹ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.
دا برنامې د محرم الحرام د مياشتې په ۹ او ۱۰ مه نېټه د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې د مرکز په ګډون په بلخ، هلمند، بادغیس، پکتیا، میدان وردګ، کاپیسا، سرپل، جوزجان، ننګرهار، لغمان، کندز، سمنګان، پروان او غزني ولايتونو کې وړاندې شوې او په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو روزنه، د هېوادوالو د حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شو.
د عدلیې وزارت د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک په خپلو حقوقو پوه شي او د خپل ورځني ژوند د حقوقي ستونزو په لرې کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.