د پکتیكا ولایت د عدلیې ریاست د اداري ناستې جوړېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۱:۵۳
.

د پکتیكا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۷ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د پکتیكا ولایت د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون سره جوړه شوه.

دغه راز نوموړي د یاد ریاست کارمندانو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، له نبوي سنتو سره سم د خپل سیرت او صورت برابرولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندۍ، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، د کارمندانو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

په دغې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارمندانو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.

د عدلیې رئیس د یاد ریاست له کارمندانو سره ژمنه وکړه چې د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS