د کاپیسا ولایت په محبس کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړول

hakeem_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۰:۲

د کاپیسا ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو آمریت د کاپیسا ولایت د مرکزي زندان مديریت مسؤولینو، منسوبینو او محبوسینو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه په دغه محبس کې جوړه کړه.

په دغې برنامه کې چې د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه د سه شنبې په ورځ جوړه شوه، د کاپیسا ولایت د محبس له مسؤولینو، منسوبینو او محبوسینو څخه ۵۰ تنو ګډون درلود او د شکمنو او تورنو د حقوقو، له لږیدلي تور څخه د پوهیدلو، په پاڼو کې د لیکنې او لاسلیک څخه د ډډې کولو، د اهل خبره واک د ردولو، د څېړنې په نیمګړتیا د اعتراض کولو او د څېړونکي څارنوال او مستنطق د ردولو، د اتهام نامې او د دعوا صورت یو نقل درلودلو، د دفاعیې د ترتیب حق، د مدافع وکیل د نیولو حق او د نورو مواردو په اړه پوهاوی ترلاسه کړل.

د کاپیسا ولایت د محبس منسوبینو د یادې برنامې له جوړولو څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او په راتلونکي کې هم د دغه راز برنامه جوړیدلو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS