د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي د تخنيکي هیئت ناسته جوړېدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۲:۵۸
.

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي د تخنيکي هیئت ناسته د روژې د مياشتې په ۱۴ د یکشنبې په ورځ  د یاد هئيت رئيس او غړو په ګډون سره جوړه شوه.

په دې ناسته کې د ۵۴۰۲ جریبه د ځمکو اړوند یو شمېر دوسیې بررسۍ لاندې ونیول شوې او پریکړه وشوه چې یادې دوسیې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

همدارنګه د حیرتان په دوراهي کې د خان اقا وردک فارم د ۱۰ زره جریبه ځمکې په اړه چې امارتي تثبیت شوې ده لارښوونه وشوه چې د ځمکو په بانک کې ثبت شي. په دې ناسته کې د بلخ ولایت په بېلابېلو ساحو کې د دعوا لاندې ځمکو په اړه هم بحث وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS