د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي د تخنيکي هیئت ناسته جوړیدل

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۲:۵۷
.

د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي د تخنيکي هیئت ناسته د روژې مياشتې په ۹ نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد هئيت د رئیس او غړو په ګډون سره جوړه شوه.

د تخنيکي هئيت په دې ناسته کې  د پکتيا ولایت د عدلیې رئيس د یاد ولایت څمکنيو ولسوالۍ ته د سفر جزئيات د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنيکي هیئت سره شريک کړل.

په دې ناسته پريکړه وشوه چې د څمکنۍ ولسوالۍ اړوند د راغه، حصارک او سترګرامي ساحو سکېچونه د پکتیا ولایت امنيې قومنداني ته واستول شي تر څو په دغو ساحو کې د نويو تصرفاتو مخنیوی وشي.

همدارنګه په دې ناسته کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نور موضوعات هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS