تېرې یوې میاشت کې ۴۶ تنو لپاره د حقوقي مرستو وړاندې کېدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۹:۴۴

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست د شعبان د میاشتې په ترڅ کې ۴۶ تنو بې وزلو تورنو او شکمنو ته په جزايي او مدني قضيو کې حقوقي مرستې وړاندې کړي دي.

دغه راز یاد رياست د یادې مودې په اوږدو کې د حقوقي مشورو ورکولو په برخه کې هم ۱۴ تنو ته په بېلابېلو حقوقي برخو کې مشورې وړاندې کړي دي.

همدا راز د شعبان په مياشت کې یاد رياست ۱۳ ځله په مدرسو، جوماتونو، ښوونځيو، ناحيو او د پوليسو په حوزو کې د حقوقي عامه پوهاوي برنامې جوړې کړي دي، چې په ترڅ کې یې د هېواد ۵۰۰  وګړو ته بېلابېلو موضوعاتو کې حقوقي پوهاوی وړاندې شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS