کابل کې له ۲۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو
د عدليې وزارت د مدافع وکيلانو رياست د کابل ښار په لومړي او دوه یمې ناحيو کې له ۲۰ دارالوکالو څخه بررسي او نظارت ترسره کړ.
د مدافع وکیلانو رياست د نظارتي هئيت له لوري په دغه نظارت او بررسي سره چې د شعبان د مياشتې په ۱۳ مه د سه شنبې په ورځ ترسره شو، د یاد شویو دارالوکالو نيمګړتياوې مشخصې شوې او متصديانو ته یې د حل په موخه لازمې لارښوونې وشوې.