په سمنګان ولایت کې د څړځای د ۴۰۰۰ جریبه ځمکې تثبیت
د سمنګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شعبان د میاشتې په ۱۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز کې د یوې ساحې په بررسۍ سره، د عامه څړځای ۴۰۰۰ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص کړه.
یاد هیئت د دغه ولایت د مرکز په ایبک ښار کې موللي ساحې ته ولاړ او د څو تنو اشخاصو تر دعوا لاندې ځمکې یې بررسي کړې چې په پایله کې د دعوا لاندې ځمکې شاوخوا ته د عامه څړځای ۴۰۰۰ جریبه ځمکه تثبیت شوه.