په کاپیسا ولایت کې له یو شمېر عریضه لیکونکو څخه ازموینه اخیستل

د کاپیسا ولایت، عدلیې ریاست د شعبان د میاشتې په ۱۶ نېټه د سه شنبې په ورځ په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې جواز له یو شمېر متقاضیانو څخه ازموینه واخیسته.
په دې ازموینه کې د کاپيسا ولایت د عدلیې رئیس قاري شکر الله احمد، د ازموینې کمېټې غړو او د محکمې او د ولایت د مقام استازو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه یې څارنه وکړه.
د ازموینې په پیل کې د عدلیې رئیس ګډونوالو ته د پروسې له شفافیت څخه ډاډ ورکړ او ګډونوالو ته يې د عریضه لیکنې د جواز لرونکو مسؤولیتونو او مکلفیتونو په اړه هم معلومات وړاندې کړل.
نوموړي ټینګار وکړ چې له اصولو او قواعدو څخه د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.