په کندز ولایت کې د ۲۰۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص
![.](/sites/default/files/2024-02/qndwz1_0.jpg)
د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د رجب المرجب د میاشتې په ۲۳ نېټه د یکشنبې په ورځ د یوې ناستې په جوړولو سره، د یاد ولایت په ګلتپې ولسوالۍ کې ۲۰۰۰ جریبه امارتي ځمکه تثبیت او تشخیص کړه.
په یاده ناسته کې اړوند تخنیکي ټیم د ګلتپې ولسوالۍ په توبره کش ساحه کې د ۲۰۰۰ جریبه ځمکې له بررسۍ او کوردینات اخیستو څخه خپل راپور وړاندې کړ او تخنیکي هیئت د ساحې د خلکو او اوسیدونکو د اعتراف په اساس، یاده شوې ځمکه امارتي تثبیت کړه.
په یاده ناسته کې د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې د ځمکو د استرداد او د اجارې ورکړې په تړاو یو شمېر نور موضوعات هم بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوو او په دې هکله لازم تصامیم و نیول شول.