د ایران اسلامي جمهورۍ له قضايي پلاوي سره د عدلیې وزارت د معینانو کتنه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۱:۱۸
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر او مالي او اداري معین مولوي عبدالغني فایق د رجب المرجب د میاشتې په ۹ نېټه د یکشنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهورۍ د قضائیه قوې د بین الملل د چارو د مرستیال  کاظم غریب آبادي په مشرۍ د یاد هېواد له قضايي پلاوي سره د دغه وزارت په مقر کې وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دې کتنه کې د ایران د قضائیه قوې د بین الملل د چارو مرسیتال افغانستان ته د سفر موخې په قضايي، د قانون جوړونې، له تروریزم سره د مبارزې، د زندانیانو استرداد او په ایران کې د افغان مهاجرینو د موضوع په برخو کې تعامل او همکارۍ یادې کړې.

هغه زیاته کړه، هېواد یې چمتو دی چې په قضایي او د قانون جوړونې په برخو کې خپلې تجربې له اسلامي امارت سره شریکې کړي او د ایران له زندانونو څخه د افغان زندانیانو د استرداد په برخه کې همکاري وکړي. دغه راز نوموړي ترهګري د دواړو هېوادونو ګډه ننګونه وبلله، زیاته یې کړه چې په دې برخه کې ګډ کار ته اړتیا ده. نوموړي په ایران کې د افغان مجرمینو او د اعدام د محکومینو په اړه هم خبرې وکړې.

د عدلیې وزارت مسلکي معین، شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ یاد پلاوي ته وویل چې اړیکې او خبرې اترې کولای شي دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ زمینې ته وده ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت په واکمنۍ سره د هېواد په کچه د کوکنارو کښت منع او بند شوی او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هم جدي او قاطع یو. نوموړي ټینګار وکړ چې د ایران دولت دې د کډوالو د لېږد په برخه کې له تدریج او آسانتیاو څخه کار واخلي. دغه راز نوموړي په ایران کې د افغان زندانیانو حقوقو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه ویې ویل چې په یاد هېواد کې د افغانانو د اعدام مخنیوی وشي.

له بلې خوا د عدلیې وزارت مالي او اداري معین مولوي عبدالغني فایق ایراني پلاوي ته وویل چې اسلامي امارت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې نه یوازې له ایران سره بلکې له نورو ګاوڼدیانو سره هم همکاري کوي او تر اوسه مو هم د داعش پر وړاندې جدي مبارزه کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS