د نورستان ولایت له والي سره د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت کتنه

د نورستان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د رجب المرجب د میاشتې په ۵ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت له والي سره وکتل. په دې کتنه کې هیئت د نورستان ولایت والي ته په یاد ولایت کې د استرداد شویو ځمکو په اړه معلومات ورکړل.
د نورستان والي هم د تخنیکي هیئت د فعالیتونو په قدردانۍ له دغه هیئت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. دغه راز نوموړي په منظم ډول د کارونو پرمخ وړولو ټینګار وکړ او هیئت ته یې لازمې مشورې ورکړې.