په پکتیا کې د روږدو روغتون ناروغانو لپاره حقوقي پوهاوی ورکړل شو
د پکتیا د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو آمریت د جمادي الثاني د میاشتې په ۲۰ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یوې برنامې په ترڅ کې د یاد ولایت د روږدو کسانو ۳۰ بستریز روغتون، ۲۶ تنو ناروغانو لپاره حقوقي پوهاوی وړاندې کړ.
په دې برنامه کې د یاد آمریت حقوقي مساعد او د عامه پوهاوي مدیر د اسلامي شریعت له نظره د مور او پلار د حقوقو په اړه مفصلې خبرې وکړې او پوهاوی ورکړ.
په پای کې د یاد روغتون مسؤولینو د یادې برنامې له ترسره کوونکو هرکلی وکړ او په راتلونکي کې هم د دغه راز برنامو جوړولو غوښتنه وکړه.
