د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د اداري ناستې جوړیدل

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۷ نېټې د سه شنبې په ورځ د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون جوړه شوه.
په دغې ناسته کې د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د یاد ریاست د لاسته راوړنو، ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
دغه راز نوموړي د دغه ریاست کارمندانو ته د سفریې او اضافه کارۍ ورکولو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او د هغوی د مسؤلیتونو پرمخ وړلو، له منکراتو څخه د ډډې کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندۍ، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په تړاو لازمې توصیې وکړې.
په دغې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارمندانو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.
د عدلیې رئیس د یاد ریاست له کارمندانو سره ژمنه وکړه چې د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.