په کندز ولایت کې د ۴۰۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۱:۲۹
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۵ نېټې د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دغې ناسته کې، د امام صاحب ولسوالۍ د باسوسو ساحې د ۵۷ جریبه ځمکې، د آقتاش ولسوالۍ د کهنه کلا ساحې د ۱۶۰ جریبه ځمکې، د پوهنتون په سړک کې د تېلو یو ټانک او د یاد ولایت د قوشتپې ولسوالۍ د ۱.۵ جریبه ځمکې دوسیې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په دې هکله لازمې لارښوونې وشوې.

وروسته یاد هیئت د یاد ولایت خان آباد ولسوالۍ ته ولاړ او د یادې ولسوالۍ په ایشان توپ او زردکمر ساحو کې کابو ۴ زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص کړه او د راتلونکو اجراآتو په موخه اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په همدې توګه یاد هیئت د دغه ولایت د آقتاش ولسوالۍ کهنه کلا ساحې ته ولاړ او ۱۶۰ جریبه ځمکه یې له نږدې ولیدله او بررسي کړه او د دغې ساحې د تصرف مخنیوي په منظور یې د یادې ولسوالۍ د کرنې مدیر ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS