د عدلیې وزارت د مشرتابه شورا د ناستې جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۵:۳۹
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مشرتابه شورا ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۱ نېټې د چهارشنبې په ورځ د عدليې وزارت د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د یاد وزارت د اداري معین مولوي عبدالغني فایق، مرکزي رئیسانو او نورو مسؤلینو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د عدلیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست کړنلاره په ماده ییزې بڼې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او برخه اخیستونکو خپل اصلاحي نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل. په پایله کې یاده کړنلاره د یو لړ اصلاحي نظرونو او وړاندیزو په وړاندې کیدو سره د تایید وړ وګرځېده.

دغه راز په یاده ناسته کې دعدلیې په وزارت کې د الکترونیکي سیستم جوړیدو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه او پریکړه وشوه چې د مخابراتو وزارت په همغږۍ په دغې برخه کې اجراآت ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۲:۳
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په لومړۍ ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۵۶
Background image

په پکتیا ولایت کې د ۸ دارالوکالو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، ګردېز ښار کې له ۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په هرات ولایت له ۴ مارکېټونه څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د هرات ښار په دیارلسمه ناحيه کې له ۴ مارکېټونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS