پنجشیر ولایت کې څه دپاسه ۴۶ جریبه ځمکه غصبي تثبیت شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۵:۱۴
.

د پنجشیر ولایت د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د ربیع الثاني د میاشتې په ۷ نېټې د یکشنبې په ورځ د غصب شویو ساحو د تثبیت او تشخیص په موخه د یاد ولایت عنابې ولسوالې ته سفر وکړ.

دغه هیئت د یادې ولسوالۍ له ولسوال او له نورو سیمه ییزو مسؤلینو سره وکتل او په دغه ولایت کې د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د جوړیدلو په اړه معلومات ورکړل او د یادې ولسوالۍ له سیمه ییزو مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې له دغه هیئت سره همکاري وکړي.

وروسته یاد هیئت د عنابې ولسوالۍ دشتک ساحې ته ولاړ او له ساحې څخه یې په لیدنې سره ۴۶.۵۴ جریبه ځمکه په یادې شوې ساحې کې غصبي تثبیت کړه او هغه یې سکیچ کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS