د نیمروز ولایت له عدلیې ریاست څخه د عدلیې وزارت د نظارتي هیئت لیدنه او بررسي

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۱:۲۰
.

د عدلیې وزارت نظارتي هیئت د یاد وزارت د مدافع وکیلانو د رئیس مولوي سیدحبیب الحبیب په مشرۍ او د حقوقي مساعدتونو رئیس مولوي رحمت الله حقاني، د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د چارو رئیس مولوي محمد یاسین حقاني او د عدلیې وزارت د نورو مسلکي غړو په غړیتوب، د ربیع الاول د میاشتې په ۲۶ نېټې د چهار شنبې په ورځ د نیمروز ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت د نیمروز ولایت د عدلیې له رئیس او د دغه ریاست له کارمندانو سره وکتل او د یاد ریاست له بېلابېلو برخو څخه یې لیدنه وکړه. یاد هیئت د دغه ریاست د کارمندانو ستونزې او غوښتنې واوریدې او د هغو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

 یاد شوي هیئت د عدلیې ریاست له مسؤلینو سره ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزې به د نیمروز ولایت او د عدليې وزارت له مقاماتو سره شریکې کړي او د هغو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

یاد شوي هیئت د نیمروز ولایت له والي او د یاد ولایت له نورو مقاماتو سره هم وکتل او له هغوی سره یې په یاد ولایت کې له ځینو سیمه ییزو اداره سره د عدلیې ریاست ستونزې شریکې کړې او له عدليې ریاست سره د دغه ولایت مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د نیمروز ولایت والي او د دغه ولایت نورو سمیه ییزو مسؤلینو هم دغه هیئت ته د یاد ولایت د عدلیې ریاست د ستونزو د حل په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۵:۳۰
Background image

د عدلیې وزیر د درملو د شرکتونو له مسئولینو سره یوه ناسته جوړه کړه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د درملو شرکتونو له یو شمیر مسئولینو سره وکتل او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې له هغوی سره خبرې وکړې.

په دې ناسته کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د شوال د مياشتې ۲۲ مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۳:۴۷
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست او د موټر پلورنځيو یو شمېر استازو تر منځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

د غزني ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د موټر پلورنځيو یو شمېر استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته د شوال د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د عدلیې رئيس مولوي مطيع الحق عثمان په مشرۍ. . .

BACK TO NEWS