د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه آزموینه واخیستل شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۱:۱۷
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو ریاست د خپلو مخکنیو ارزونو په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶ نېټې د سه شنبې په ورځ د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د آزموینې اخیستلو برنامه د دغه وزارت په مقر کې جوړه کړه.

په دغې برنامې کې د عدليې وزارت د انسجام لوی رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري، د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو رئیس مولوي سکندر یحيی عابد او د دغه ریاست نورو مسؤلینو د آزموینې له بهیر څخه څارنه ترسره کړه. په دغې آزموینه کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز ۴۰ تنو غوښتونکو برخه اخیستې وه.

عدلیې وزارت وړ کسانو ته د عریضه لیکنې د فعالیت جواز د ویشلو په منظور، وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه په یاد وزارت کې آزموینه اخلي ترڅو وړ او با استعداده کسان په اصولي او شفاف ډول وټاکي او د خلکو په کارونو کې د آسانتیاو د رامنځته کیدلو سبب شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS