په کابل ښار کې د ۱۴ دارالوکالو بررسي او څارنه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۱۳:۱۶
.

د عدليې وزارت د مدافع وکیلانو د ریاست د څارنې پلاوي د یاد وزارت د مدافع وکیلانو د رئیس مولوي سید حبیب الحبیب په مشرۍ د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۳ نېټې د شنبې په ورځ د کابل ښار د مدافع وکیلانو او دارالوکالو د فعالیت له څرنګوالي څخه بررسي او څارنه ترسره کړه.

د یادې بررسۍ په ترڅ کې، د کابل ښار د دوه یمې ناحیې ۱۴ دارالوکالې بررسۍ او نظارت لاندې ونیول شوې او له دغې جملې څخه ۲ دارالوکالې په خپلو دارالوکالو کې د مدافع وکیلانو د نه حضور او په هغو کې د غیر مسؤلو کسانو د فعالیت په دلیل وتړل شوې او متصدیان یې د ځواب وړاندې کولو په موخه عدليې وزارت ته وغوښتل شول.

دغه راز دوو دارالوکالو ته چې د هغو لوحې د هغو د جوازلیکونو مطابق نه وې، لازمې توصیې وشوې

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS