پنجشیر ولایت کې څه دپاسه ۳ جریبه غصب شوې ځمکه تثبیت شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۴:۲۳
.

د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۷ نېټې د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت عنابې ولسوالۍ ته ولاړ او د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړل.

یاد هیئت لومړی د دغې ولسوالۍ له ولسوال او سیمه ییزو مسؤلینو سره وکتل او په ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو له رامنځته کیدلو او له دغه هیئتونو سره د امارتي ادارو د مسؤلینو د همکارۍ په اړه هغوی ته معلومات وړاندې کړل.

وروسته تخنیکي هیئت د عنابې ولسوالۍ د دشتک ساحې ته ولاړ او د ساحې په سکیچ سره یې، ۳ جریبه او ۴ بسوې ځمکه په دغې ساحې کې غصبي تثبیت کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د جمادي‌الأولی د مياشتې په ۲۴مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د دغه وزارت د خپرونو او عامه اړیکو رياست اړوند د پنځمې رتبې د یوه تش بست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د جمادي‌الأولی د مياشتې په ۲۳مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه وزارت د مالي او اداري رياست اړوند د شپږمې رتبې د یوه تش بست رقابتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت او د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ترمنځ د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد سند لاسلیک شو

د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

BACK TO NEWS