د کابل شهزاده سرای د صرافانو د اتحادیې ستونزو ته د رسیدګۍ کمېټې د ناستې جوړول

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۴۴
.

د کابل شهزاده سرای د صرافانو د اتحادیې ستونزو ته د رسیدګۍ کمېټې ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدليې وزارت د انسجام لوی رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري په مشرۍ او د دغه وزارت د ټولنو د چارو د رئیس او د کابل شهزاده سرای د صرافانو د اتحادیې د ټاکنو ترسره کولو کمېټې د استازو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې چې د یادې اتحادیې ستونزو ته د رسیدګۍ په منظور د عدليې په وزارت کې جوړه شوې وه، د انسجام لوی رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او ویې ویل چې د عدلیې وزارت د ټولنو د بررسۍ د بورډ غړو او د افغانستان بانک، د استخباراتو د لوی ریاست او د شهزاده سرای د صرافانو د اتحادیې استازو د څو غوڼدو په ترڅ کې د یوې هراړخیزې او بشپړې اساسنامې او د ټاکنو د لایحې په چمتو کولو بریالي شوي چې له هغې سره به سم عمل وشي. نوموړي زیاته کړه د دغې اساسنامې او لایحې مطابق په شرایطو برابر کسان کولای شي د یادې اتحادي د ریاست له پاره ځان نوماند کړي.

نوموړي زیاته کړه چې له دغې اساسنامې او لایحې سره سم یوازې د صرافۍ د جواز درلودونکي به د ر‌‌أيې د کارولو حق ولري او د ټاکنو ترسره کولو ځای به د شهزاده سرای له محدودې څخه بهر واوسي. نوموړي زیاته کړه چې د ټاکنو ترسره کولو او د اساسنامې اړوند یو لړ موضوعات تر دې دمه وروستي شوي نه دي او په نږدې راتلونکې کې به بشپړې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS