د کاپیسا ولایت په یو ښوونځي کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړول

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۲ - ۱۵:۲۷
.

د کاپیسا ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت د حضرت امام حسن (رض) په متوسطه ښوونځي کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړه کړه.

په دغې برنامې کې د یاد ښوونځي ۴۳ تنو زده کوونکو او ښوونکو برخه اخیستې وه او د شکمن او تورن د حقوقو، د عدلي او قضاي ارګانونو د دریځ، د اسلام په شریعت کې د اولادونو د روزنې، په روزنې کې اغیزمن عوامل، د الګو په وسیلې د روزنې، د عادت په وسیلې د روزنې، د نصیحت په وسیله د روزنې، د مراقبت او پاملرنې په وسیلې د روزنې او د مجازاتو په وسیلې د روزنې په اړه پوهاوی ترلاسه کړ.

هغوی په راتلونکې کې هم د دغه ډول برنامو د دوام غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۱۹مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۴
Background image

د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د میاشتې په ۱۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۵۴
Background image

په باميان ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د باميان ولایت عدلیې رياست د ذی‌الحجې د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو. . .

BACK TO NEWS