په کندز ولایت کې ۱۸۰ جریبه ځمکه استرداد شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۸:۵۴
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۸ نېټه د دو شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د امام صاحب د ولسوالۍ د خروټو ساحې د ۹۰ جریبه ځمکې، د قلعه ذال ولسوالۍ د آقتپې ساحې د ۷۰ جریبه ځمکې او د یاد ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د یتیم کلي د ۲۰ جریبه ځمکې دوسیې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.  

یاد شوي هیئت له بحث او بررسۍ څخه وروسته، د یادو ځمکو د ۱۸۰ جریبه د هغو د متصرفینو د اعتراف او لیکل شوي اقرار لیک پر اساس د هغو د امارتي توب پر مبنی استرداد کړه او یو کال مودې له پاره یې د هغې د اجارې ورکولود پړاونو تېرولو لارښونه صادر کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS