په بدخشان ولایت کي د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د ۱۳۸۲ جریبه امارتي ځمکې استرداد
د بدخشان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم میاشتې په اوږدو کې ۱۳۸۲ جریبه امارتي ځمکه د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې استرداد کړې او د هغو اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې ده.
په همدې توګه یاد هیئت د دغې میاشتې په اوږدو کې د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې ۲۳۷۶ جریبه امارتي ځمکه تشخیص او تثبیت کړې او ۶۷۱۲ جریبه نوره ځمکه د دغه هیئت تر بررسۍ لاندې ده.