یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه وویشل شول

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۴:۸
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو د چارو ریاست د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۰ نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه وویشل.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوي وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو د چارو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد او د یاد وزارت نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو د چارو رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت له جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل. نوموړي هغوی خپلو مسؤلیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل او هغوی یې له اسلامي امارت سره همکارۍ ته وهڅول.

په دغو مراسمو کې، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکي له دغې دندې سره د هغوی لازیاتې پېژندګلوۍ او د هغوی د مسؤلیتونو او مکلفیتونو په اړه پوهاوی او لازم معلومات ورکړل شول او ۱۳ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه، وویشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS